د درویش په شعر کې عاطفي درد

نویسندگان

  • پوهنمل محمد کبیر هوتک
  • پوهنمل عبدالحلیم عثمانی

کلمات کلیدی:

سیمبول، شعر، عاطفه، ولسي درد.

چکیده

په پښتو معاصره شاعرۍ کې درویش یو مخکښ ځلانده نړیوال ستوری دی چې شعري وړتیا او ادبي محوریت یې ټول بشریت ته اوبه ورکوي؛ د یاد شاعر په  شعري کلام کې د عاطفې ټول اړخونه په شاعرانه هنر سره راغلي دي. موږ چې کله له عاطفې څخه بحث کوو مطلب مو په انساني تفکر کې انساني عکس العملونه دي، لکه: غم، خوښي، هيله، ناهيلتوب، ويره، تعجب، پيرزيونه او دې دته ورته نور داسې احساسات او حرکتونه چې د شاعر په فکر، ذهن او زړه کې را وخوځيږي په ويلو يې د ځان په ګډون مخاطبين او لوستونکي متاثره کړي، عاطفه يا عواطف ورته ويلای شو.

زموږ په ادبي ماحول کې د یادې برخې څېړنه په نشت سره ده؛ نو ددغې اړتیا له مخې موږ همدغه برخه د (درویش په شعرکې عاطفي درد) د ده له ګڼو شعري ټولګو څخه په څېړنیز شکل را غوڼد کړ. شعر د خپل خاصیت  له مخې د انساني ژوند له کړاونو او خوندونو څخه سرچینه اخلي؛ ولې یو ځينې لیکوالان بیا ادعا کوي چې شعر د ولس ژبه نه ده، داځکه چې ټول وګړي د شاعرانو په خبرو سم نه پوهیږي.

Downloads

چاپ شده

2026-03-11

ارجاع به مقاله

پوهنمل محمد کبیر هوتک, & پوهنمل عبدالحلیم عثمانی. (2026). د درویش په شعر کې عاطفي درد. مجله بین المللی فرهنگ پوهنتون تخار, 83–92. Retrieved از https://tuijll.af/index.php/tuijf/article/view/58

شماره

نوع مقاله

Articles