په ۱۴۰۴ ښوونیز کال کې د موسهي ولسوالۍ د ښوونکو په مسلکي پرمختګ کې د ښوونیزې رهنمایۍ رول او اغېزې
چکیده
اوسنۍ څېړنه د ۱۴۰۴ ښوونیز کال په ترڅ کې د موسهي ولسوالۍ د ښوونکو په مسلکي پرمختګ کې د ښوونیزې رهنمایۍ د رول او اغېزو د ارزونې په موخه ترسره شوې ده. د څېړنې موخه دا ده، چې د ښوونیزې رهنمایۍ اغېزې د ښوونکو پر مسلکي وړتیاوو، تدریسي مهارتونو، د تدریس د کیفیت پر لوړوالي او د ښوونیزو فعالیتونو پر ښه والي وڅېړل شي. دغه څېړنه د موخې له مخې کاربردي د میتود له مخې توصیفي ـ پیمایشي او د معلوماتو د راټولولو له پلوه کمي ده. د څېړنې احصایوي ټولنه د موسهي ولسوالۍ د ښوونځیو ښوونکي وو، چې معلومات د څېړونکي له خوا د جوړ شوي پوښتنلیک له لارې راټول او د SPSS 24 سافټویر په وسیله تحلیل شول. د څېړنې موندنې ښيي چې د ښوونیزې رهنمایۍ اغېز د ښوونکو په مسلکي پرمختګ کې د پام وړ دی. د ښوونیزې رهنمایۍ د اغېز کچه، د ښوونکو د تدریسي مهارتونو وده، د مسلکي پوهې پراختیا او د تدریس د کیفیت ښه والی ټول د منځنۍ کچې څخه لوړه ارزول شوي دي. همدارنګه، موندنو څرګنده کړه، چې منظمې رهنمایۍ، د ټولګيو له څارنې او مسلکي مشورو او د تجربو شریکول د ښوونکو د تدریسي وړتیاوو، نوښت، د درسي پلان جوړونې او د زدهکوونکو د زدهکړې د کیفیت په لوړولو کې مثبت رول لري. خو د څېړنې له مخې د ښوونیزې رهنمایۍ د اغېزمن پلي کېدو پر وړاندې ځینې خنډونه لکه: د مسلکي روزنې محدود فرصتونه او ښوونکو ترمنځ د اړیکو کمزورتیا، د تدریسي امکاناتو کمښت او د وخت محدودیتونه موجود دي. د پایلې په توګه، ښوونیزه رهنمایې د ښوونکو د مسلکي پرمختګ او د ښوونیز کیفیت د لوړولو لپاره یوه مهمه او اغېزمنه وسیله ده؛ له همدې امله د ښوونیزو رهنماوو د ظرفیت لوړول، د منظمې رهنمایۍ پروګرامونو پیاوړتیا او د ښوونکو لپاره د مسلکي ودې فرصتونو برابرول اړین دي.