د ژبې ټولنيز ارزښت
کلمات کلیدی:
اند، ټولنه، دنده، ژبه، ژوند.چکیده
موږ له دې موضوع څخه داسې څه لاسته راوړل، چې ژبه او ټولنيز ژوند د ټولنې مهم توکي دي او د ژوند زياتره مسايل پر همدې ژبې باندې حل کېږي او پرته له ژبې څخه په يوه ټولنه کې ژوند کول که نا ممکن نه دي نوګران کاردی. دا يوه جوته خبره ده، چې ژوند، ژبه او ټولنه يو له بل سره تړلې دي او پرته له دې څخه په ژوند کې هيڅ ډول پرمختګ نه رامنځته کيږي، ځکه ژبه د ټولنيز ژوند يو اساس او له اهميت څخه ډک فکتور دی.
ژبه يو اصل دی، ژبنی فرهنګ، ټولنې او وګړي را پېژني. د ژبې شتون په ټولنه کې د و ګړو او کايناتو بېلابېلو توکيو ترمنځ بريدنه ټاکي. ژبني مسايل او توکي په نړۍ کې ديو قوم کلتور څرګندوي، د ژبې مرګ ديوه قوم مرګ دی. د ژبې کلتوري ارزښت ته نه کتل، له دنيا سره د اړيکو پرېکون او خاتمه ده ، چې له مخې يې د يوه قوم ارزښتونه، باورونه، فکري او ذهني کچه څرګنديږي. نو ژبه او ټولنيز ژوند يو له بل سره اړيکې لري. موږ نشو کولی، چې ژبه او ټولنيز ژوند سره بېل کړو. ځکه دواړه لازم او ملزوم او ديوه بل متمم دي.