د ژبې ټولنيز ارزښت

Authors

  • پوهنوال خان محمد عزیزی
  • پوهنمل محمد اعظم عمری

Keywords:

اند، ټولنه، دنده، ژبه، ژوند.

Abstract

موږ له دې موضوع څخه داسې څه لاسته راوړل، چې ژبه او ټولنيز ژوند د ټولنې مهم توکي دي او د ژوند زياتره مسايل پر همدې ژبې  باندې حل کېږي او پرته  له  ژبې څخه  په  يوه ټولنه کې ژوند کول که  نا ممکن نه دي نوګران کاردی. دا يوه جوته خبره ده، چې ژوند، ژبه او ټولنه  يو له بل سره تړلې دي او پرته له دې څخه  په  ژوند کې هيڅ  ډول  پرمختګ نه رامنځته کيږي، ځکه  ژبه  د ټولنيز ژوند يو اساس او له اهميت  څخه  ډک  فکتور دی.

ژبه  يو اصل دی، ژبنی فرهنګ، ټولنې او وګړي را پېژني. د ژبې شتون په ټولنه کې د و ګړو او کايناتو بېلابېلو توکيو ترمنځ بريدنه ټاکي. ژبني مسايل او توکي په نړۍ کې ديو قوم کلتور څرګندوي، د ژبې مرګ ديوه قوم مرګ دی. د ژبې کلتوري ارزښت ته نه کتل، له دنيا سره د اړيکو پرېکون او خاتمه ده ، چې له مخې يې د يوه قوم ارزښتونه، باورونه، فکري او ذهني کچه څرګنديږي. نو ژبه او ټولنيز ژوند يو له بل سره اړيکې لري. موږ نشو کولی، چې ژبه او ټولنيز ژوند سره بېل کړو. ځکه دواړه لازم او ملزوم او ديوه بل متمم دي.

Published

2026-03-11

How to Cite

پوهنوال خان محمد عزیزی, & پوهنمل محمد اعظم عمری. (2026). د ژبې ټولنيز ارزښت. مجله بین المللی فرهنگ پوهنتون تخار, 39–46. Retrieved from https://tuijll.af/index.php/tuijf/article/view/55

Issue

Section

Articles

Similar Articles

You may also start an advanced similarity search for this article.