د خوشحال بابا په اشعاروکې د مېړانې تطبيقي تحليل
کلمات کلیدی:
اخلاق، پت، خوشحال، مېړانه، مېړنی.چکیده
دا څېړنه د پښتو د ستر شاعر خوشحال خان خټک په اشعارو کې د مېړانې او اتلولۍ د مفکورې تطبیقي تحلیل وړاندې کوي. خوشحال بابا د پښتنو د ټولنیز فکر بنسټګر شاعر بلل کېږي، چې په خپل شعر کې یې د مېړانې، وفادارۍ، جګړې، غیرت او ازادۍ موضوعګانې د ژوندانه د اصلي ارزښتونو په توګه انځور کړي دي. په دې مقاله کې د هغه د اشعارو متنونه د ادبي، ټولنیز او فلسفي اړخونو له مخې تحلیل شوي، څو څرګنده شي چې د مېړانې مفهوم د پښتني ټولنیز ژوند په رامنځ ته کولو کې څه ځای لري. څېړنه په پایله کې دې نتیجې ته رسېږي چې خوشحال بابا د مېړانې د ارزښت په واسطه د فرد او ټولنې د هویت او بقا فلسفه تشریح کړې ده. خوشحال خان خټک، نه یوازې یو ستر شاعر و، بلکې یو سیاسي مشر، فکري لارښو د او د خپل وخت انقلابي مبارز هم و. مېړانه د هغه له نظره یوازې یو فزیکي قوت نه، بلکې یو اخلاقي او ارزشي معیار و. مقاله د تاریخي، ادبياوفلسفي تحلیل له لارې ښيي چې دا مفکوره د پښتني ټولنیز جوړښت یوه بنسټیزه برخه وه او د نننۍ نړۍ لپاره هم معاصر پیغام لري.