د موسهي ولسوالۍ د ابتدائیه ښوونځیو پر زده کوونکو د اصول صنفی دفعالو تدریسی میتودونو اغیزی
کلیدي ټکي:
Keywords: Academic Progress, Active Teaching Methods, Classroom Rules, Educational Engagement, Learning Quality, Primary Schools, Social Skills.چکیده
اوسنۍ څېړنه د موسهي ولسوالۍ د لیسو د ابتدائیه ښوونځیو پر زدهکوونکو د صنفي اصولو پر بنسټ د فعالو تدریسي میتودونو د اغېزو د ارزونې په موخه ترسره شوې ده. د څېړنې موخه د دغو میتودونو د اغېزو ارزول د زدهکوونکو پر علمي پوهه، ښوونیزه ښکېلتیا، ټولنیزو مهارتونو او د زدهکړې پر کیفیت وو. څېړنه د موخې له مخې کاربردي، د میتود له مخې توصیفي پیمایشي او د معلوماتو له مخې کمي ده. احصایوي ټولنه د موسهي ولسوالۍ د لیسو د ابتدائیه ښوونځیو ښوونکي وو او معلومات د څېړونکي له خوا د جوړ شوي پوښتنلیک له لارې راټول او د SPSS 24 سافټویر په مرسته تحلیل شول. د موندنو له مخې، د فعالو تدریسي میتودونو د تطبیق کیفیت (M=4.12)د زدهکوونکو ښوونیزه ښکېلتیا (M=4.05)د ښوونکو تدریسي وړتیا (M=4.15) او د زدهکړې پر کیفیت اغېز (M=4.10) ټول له منځنۍ کچې څخه لوړ وو. همدارنګه ګروپي فعالیتونه، صنفي بحثونه او عملي زدهکړه د زدهکوونکو د علمي لاسته راوړنو، ټولنیزو مهارتونو او همکارۍ په پیاوړتیا کې اغېزمن ثابت شول، خو د ښوونکو د مسلکي روزنې کمښت، د تدریسي امکاناتو محدودیت او د وخت نشتوالی د دغو میتودونو د اغېزمن تطبیق مهم خنډونه وپېژندل شول. په پایله کې، د صنفي اصولو پر بنسټ فعال تدریس د زدهکړې د کیفیت د لوړولو لپاره اغېزمنه تګلاره ده او د ښوونکو د ظرفیت لوړول او د تدریسي امکاناتو پراختیا د هغې د بریالي پلي کېدو لپاره اړین دي.